د کابل نننۍ چاودنې په اړه غبرګونونه؛ ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستي بریدونه د اندېښنې وړ حالت ښیي

د کابل ښار په یوه جومات کې نننۍ چاودنې په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په کابل کېد ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مته نوډسن د دې چاودنې په غبرګون کې ویلي:« په ملکي وګړو وروستيبریدونه چې قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کوي په افغانستان کې د اندیښنې وړ حالت ښیي. دا دنړیوال بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

داعش بلخ کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې یا (داعش) اعلان کړی چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

هبت‌الله اخند‌زاده په خپل اختریز پیغام کې د ا.ا په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده د  کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په امنیت او سوله کې مهمه ونډه لري او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، څو شته ستونزې د ډپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړي.