بې‌وسي او د اختر نمانځنه؛ «سږ کال په یو پاکټ چاکلېټو د مېلمنو هرکلی کوم»

که څه هم هر کال د اختر په را رسېدو سره په ښار کې ګڼه‌ګوڼه زیاتېږي او د وچو او تازه مېوو، جامو او نورو توکو بازار تودېږي، خو سږ کال د افغانانو ناچارۍ د کابل ښار بازار پیکه کړی دی. د کابل اوسېدونکی ابراهیم وايي: «سږ کال په یو پاکټ چاکلېټو مې د مېلمنو هرکلی کوم. مخکې کلونو کې به یوه یا دوه اوونۍ مخکې تلم او له خپلې وسې سره سم به مې وچه مېوه پېرله، خو سږ کال د وچې مېوې د پېرلو وسه نه لرم.»

کابل ښاریان: بې‌وزلۍ د کوچني اختر له نمانځلو اېستلي یوو

په دې ورځو کې ګڼ‌شمېر کابل ښاریان د ښار بازارونو ته راوځي او د کوچني اختر نمانځلو لپاره جامې او خوراکي توکي پېري، خو یوشمېر نور ښاریان وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له کبله د نویو جامو وسه نه لري او د وچې مېوې او خوږو په ګډون، نور خوراکي توکي نه‌شي پېرلی.

د اوربند پای او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیل

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د کوچني اختر درې ورځنی اوربند بېګاه دولس بجې پای ته ورسېد. په سوېل کې پوځیان وايي، د طالبانو پر وړاندې یې یرغلیز، چاڼیز او د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي چې د مارجې ولسوالي لپاره او پر لښکرګاه ښار د طالب ډلې د بریدونو مسوول حسیني په ګډون په‌کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.