Asset 1SWN

یونیسف او اروپايي ټولنه د ۲۰۰ زره افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي

یونیس

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲۰۰ زره افغان ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

یونیسف نن (د وري لومړۍ، چهارشنبه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د دغو ښوونځیو د جوړولو تر څنګ به افغان ماشومانو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي.

بله‌خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یې له یونیسف سره د ۲۵ میلیونه یورو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام