Asset 1SWN

یونېسف افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

afghan_girl003-1

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳ میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړې ویلي چې افغانستان د اړمنو هېوادونو په سر کې دی او د ۱۹ میلیونه افغانانو په ځانګړې توګه د ۱۰ میلیونه ماشومانو لپاره د بشر‌دوستانه اړتیاوو برابرولو په موخه ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغې په وینا، ماشومان تر بل هر وخت ډېر بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

دا په داسې مهال دی چې د روانې لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د کورنیو د بې‌وزلۍ او ژمي په رانږدې کېدو سره ماشومانو کې د خوارځواکۍ او سینه‌بغل پېښې زیاتې شوې دي.

د یادې کمېټې په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او ډېری خلک د خپلو کورونو او ماشومانو د ګرم ساتلو توان نه‌لري او له همدې امله پر سینه‌بغل د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی.

د راپور پر بنسټ، یوازې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د تېر کال په پرتله سږ کال پر سینه‌بغل ناروغي له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو  ۵۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي و چې په ټول هېواد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې تر ملاتړ لاندې ۳۳ روغتیايي مرکزونو کې د تېر ۲۰۲۱کال په پرتله سږ کال د خوارځواکۍ ۹۰سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

په راپور کې راغلي و چې تېر کال همدا وخت د خوارځواکۍ ۳۳۰۰۰ پېښې ثبت شوې وې چې سږ کال دغه شمېر ۶۳۰۰۰ پېښو ته لوړ شوی دی.

په راپور کې همداراز د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عملیاتي رییس «مارټین شایپ» له قوله ویل شوي و چې مرستندویه بنسټونه دغه هېواد کې په یوازې ځان بشري ناروین ته ځواب نشي ویلي او پر هېوادونو یې د مرستې غږ کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو سره دغه هېواد د بشري ناروین د ژورتیا په اړه خبرداری ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام