Asset 1SWN

یونېسف: افغانستان کې ۱۵میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

CH1653551_Khal_Mirza_with_his_family_at_their_home_in_Faryab_Province

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان او سوېلي اسیا هېوادونو کې د اقلیمي بدلون له امله راوتلیو سېلابونو د میلیونونو ماشومانو  ژوند اغېزمن کړی دی.

یونېسف نن (شنبه د لړم ۲۱) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یونېسف همداراز ویلي، اوس د دې وخت دی چې ماشومان د اقلیمي بدلون د زده‌کړو له لارې وپوهول شي، څو په هغه نړۍ کې چې له اقلیمي بدلون سره مخ دی، د ژوند کولو لپاره چمتووالی ونیسي.

سربېره پر دې چې افغانستان په تېرو کلونو کې د وچکالۍ او نورو افتونو ځپلی سږکال هم دغه هېواد کې ویجاړونکو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د اسلامي امارت د مسوولانو په وینا، سږ کال د اقلیمي بدلون له امله افغانستان د دوو میلیارډ ډالرو په اندازه زیان لیدلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو له پلوه د نړۍ شږم هېواد دی، خو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کم چمتووالی لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام