د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې افغانستان کې د ژمي په رانږدې‌کېدو سره پر سینه‌بغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې زیاتې شوې دي.

یادې کمېټې پرون جمعه د لیندۍ څلورمه په یوه راپور کې ویلي چې یوازې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د تېر کال په پرتله سږ کال پر سینه‌بغل ناروغي له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو  ۵۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او ډېری خلک د خپلو کورونو او ماشومانو د ګرم ساتلو توان نه‌لري او له همدې امله پر سینه‌بغل د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې افغانستان کې د جکړې اور تر ډېره مړ شوی، خو دغه هېواد کې روان بشري‌ ناروین لا هم اندېښمنونکی دی.

دې کمېټې همداراز ویلي چې افغانستان کې د خوراکي توکي بیې لوړې شوي، افغانانو خپلې مالي زېرمې مصرف کړي، د کرنې برخه وچکالۍ، زلزلې او سېلابونو ځپلې او همداراز د روسیې او اوکراین جګړې هم دغه هېواد کې بشري‌ناورین پسې ژور کړی دی.

بل‌خوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راپور راغلي چې افغانستان کې اقتصادي او بشري‌ناورین ته په کتو دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ له امله د خوارځواکۍ پېښې هم زیاتې شوې دي.

په ټول هېواد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې تر ملاتړ لاندې ۳۳ روغتیايي مرکزونو کې د تېر ۲۰۲۱کال په پرتله سږ کال د خوارځواکۍ ۹۰سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې تېر کال همدا وخت د خوارځواکۍ ۳۳۰۰۰ پېښې ثبت شوې وې چې سږ کال دغه شمېر ۶۳۰۰۰ پېښو ته لوړ شوی دی.

په ورته مهال یادې کمېټې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ۲۰ میلیونه کسان هم د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

په راپور کې همداراز د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عملیاتي رییس «مارټین شایپ» له قوله ویل شوي چې مرستندویه بنسټونه دغه هېواد کې په یوازې ځان بشري ناروین ته ځواب نشي ویلي او پر هېوادونو یې د مرستې غږ کړی دی.

مارټین شيپ یوه اوونۍ وړاندې افغانستان کې د بشري ناروین ارزونې په موخه د هېواد ځینو ولایتونو ته سفر کړی و. د مارټین له قوله همداراز ویل شوي چې افغانستان کې میلیونونه کسان مرستو ته اړتیا لري او هېوادونه یې باید مرستې ته راودانګي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو سره دغه هېواد د بشري ناروین د ژورتیا په اړه خبرداری ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام