د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا «یونیسف» وايي چې افغانستان کې د بشر ناورین په ژورېدو سره، کابل کې د انډارا ګاندي روغتون هره ورځ پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ۸ پېښې ثبتوي.

یونیسف نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د انډرا ګانډي روغتون نرسانې او روغتیايي کارکوونکي پر خپلو پیسو او شخصي لګښت ماشومانو ته درمل اخلي، څو له بې‌وزله او ناهیلو کورنیو سره مرسته وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې وه او په دغه هېواد کې یې د یوه بشري ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی و.

یادې کمېټې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي و چې افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.

په ورته مهال د ژغورنې نړیوالې کمېټې همداراز زیاته کړې وه چې د تېر میلادي کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې خوست ولایت کې د خوارځواکۍ ناروغۍ ۳۰ سلنه لوړه شوې او په هرات ولایت کې بیا دوه برابره ډېره شوې ده.

ژغورنې کمېټې همداراز خبرداری ورکړی و، که چېرته له دغو ماشومانو سمه ساتنه او پالنه ونه‌شي، د دې شونتیا شته چې د نورو ماشومانو په پرتله په دوی کې د مرګ ګواښ ۱۱ سلنه زیات شي.

په همدې حال کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان څېړنې ښيي چې یوازې د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې شاوخوا ۱۳۵ ماشومان د خوارځواکۍ، سینه‌بغل ناروغیو له امله د افغانستان په روغتونونو او یا روغتون ته پر لاره مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ، اوس په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان چې عمرونه له پنځو کلونو څخه ټيټ دي، له خوارځواکۍ سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام