د هلمند محلي چارواکي وايي چې نن یکشنبه د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالي کې د روسانو د وخت یوه زاړه ماین چاودنې له کبله دوه ماشومان مړه شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وايي، دا پېښه نن غرمه د موسیکلا ولسوالي په دوآب کلي کې شوې ده.
د هغه په خبره، ماشومانو یاد ماین لومړی کور ته وړی او بیا یې هلته په بل څه ټکولی چې چاودنه یې کړې ده.
ریاض وايي، د دغه ماین چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ، یادې کورنۍ ته مالي زیان هم اړولی دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په هلمند کې د ماین چاودنو د یوشمېر کسانو، په تېره ماشومان ژوند اخیستی یا یې ټپیان کړي دي.