د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت په خاص روزګان ولسوالي کې له جګړو څخه د پاتې ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د روزګان د امنيې قومنداني وياند اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون د خاص روزګان ولسوالي په «شیشپر» سیمه کې د هاوان مرمۍ د سرګولولې د چاودنې له امله رامنځته شوي ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل:«پرون د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالي په شيشپر سيمه کې د هاوان مرمۍ د سرګولولې له امله په رامنځته شوي چاودنه کې زموږ دوه هېوادوال شهيدان شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په هېواد کې د تېرو څو سلیزو جګړ د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام