د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د راکېټ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه پېښه پرون له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د مطبوعاتو امر محدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په سیمه کې د اوسپنې یوې هټۍ کې کاریګرو موټر کې زړې اوسپنې بارولې او د راکېټ سرګلولې چاودنه کړې ده.

 د نوموړي په وینا، چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې کسان ټپیان دي. محمدقاسم ریاض زیاتوي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له هلمند سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړو د پاتې ناچاودو توکو او ماینونو د چاودنو له امله خلکو مرګ‌ژوبله اوښتې او لا هم خلکو ته یو ستر ګواښ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام