Asset 1SWN

غزني کې د «لاسي بم» چاودنې یو ماشوم وژلی

غزني

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالي کې له تېرو جګړو څخه پاتې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.

پېښه نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سهار د ده‌یک ولسوالي اړوند «تاسنګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو پر یاد لاسي بم لوبې کولې او چاودنه یې پرې کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی. دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې شوي چې له کبله یې یو‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام