غزني ولایت د برښنا، اوبو، سړک او امنیت له اړخه په دې وروستیو څو کلونو کې نسبتآ محرومو ولایتونو څخه شمېر کېږي. د ازبکستان وارداتي برېښنا شاوخوا ۴ کاله وړاندې غزني ته ونښلول شوه چې د غزني ښار ځينې پلاني سیمې له دغې برښنا څخه برخمنې شوې.

د غزني ښار د ګڼو سیمو اوسېدونکو څو میاشتې وړاندې هم دولتي برښنا نه درلوده او اړ وو چې د هر کیلوواټه برښنا په بدل کې، د برښنا رسولو خصوصي شرکتونو ته ۶۰ افغانۍ ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت په راتګ سره د غزني د اوسېدونکو ستونزه حل شوې او کلیو ته د دولتي برښنا په نښلېدو سره خوښ دي.

غزني کې د برښنا شرکت رییس عزت‌الله وحدت وايي، د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د ټولنیزو شوراګانو له لارې خپلې پیسې راټولوي او د برښنا د وسایلو او تجهیزاتو پېرلو لپاره لاس په کار کېږي.

وحدت وايي، هېواد کې له وروستیو بدلونونو راپدېخوا ۶۳۶ کورنۍ له دولتي برښنا برخمنې شوي او بېلابېلو سیمو کې ۲۳۶۰ کورونو ته د برښنا رسولو لپاره هڅې روانې دي. هغه وویل، ګڼ‌شمېر دغو سیمو کې د برښنا وسایل او امکانات د خلکو له‌خوا پېرل شوي دي.

هغو سیمو کې چې د کورونو روښانولو لپاره یې عملي کارونه روان دي، د ۱۶۰ کورونو په درلودو د «شمس کلی»، د ۴۰۰ کورونو په درلودو «مغولان کلی»، د ۲۰۰ کورونو په درلودو «اکرم کلا»، د ۷۰۰ کورونو په درلودو «غرب نواباد»، د ۴۰۰ کورونو په درلودو «اربابا او نواباد اربابا» د ۴ سوه کورونو په درلودو «ده‌خدایداد» سیمې شاملېږي چې اوسېدونکو یې د تجهیزاتو پېرلو لپاره له هر کور څخه له لسو تر ۱۲۰۰۰ افغانۍ راټولې کړي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، خپلو سیمو ته د برښنا رسولو بهیر څخه خوښ دي او د دولت له دغه کار څخه هرکلی کوي.

د غزني د یوه کلي د پراختیايي شورا غړی نجیب‌الله وايي، سره له دې چې خلک له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي، خو دا چې دولتي برښنا نسبت د خصوصي شرکتونو برښنا ته کم لګښت لري، خلک د وسایلو پېرلو لپاره د برښنا شرکت سره همکاري کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزني کې د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، دغه اداره زرګونو کورونو ته د برښنا وېشلو ظرفیت لري، خو د برېښنا د وسایلو او امکاناتو نه درلودو له امله نه‌شي کولای، د غزني ټولو سیمو ته برښنا ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام