د سپین‌بولدک اوسېدونکي: که د اوبو ستونزه حل نه‌شي، اړ یو خپل کورونه پرېږدو

د سپین‌بولدک ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک ښاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې دې چارې یې ژوند سخت کړی دی.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د ژورو څاګانو د کېندنې توان نه‌لري او هغه کسان چې ټانکرو کې اوبه راوړي، پر خلکو یې په لوړه بیه یې پلوري.

پروان کې سېلابونه؛ تراوسه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ ټپیان شوي

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

ښوونځیو لپاره د پوهنې وزارت طرحه؛ کلیو کې «اصول صنفي» دوره مدرسو کې تدریسېږي

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت تېره پنج‌شنبه اعلان وکړ چې په وري میاشت کې به په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانستل شي. په همدې حال کې د یاد وزارت ویاند د ښوونځیو د بیاپرانستلو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي. عزیزاحمد ریان سلام‌وطندار ته وايي، په پلازمېنه کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د کتابونو د وېش لړۍ روانه ده.

د غزني اوسېدونکي د خپلو کورونو روښانولو لپاره برښنا شرکت ته پیسې راټولوي

غزني ولایت د برښنا، اوبو، سړک او امنیت له اړخه په دې وروستیو څو کلونو کې نسبتآ د هېواد له محرومو ولایتونو څخه شمېر کېږي. د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا شاوخوا ۴ کاله وړاندې غزني ته ونښلول شوه چې د غزني ښار ځينې پلاني سیمې له دغې برښنا څخه برخمنې شوې.

بلخ کې د درملو او امکاناتو نه موجودیت؛ خلک له کلیو ښارونو ته راغلي

د بلخ په ولسوالیو کې د درملو او نورو امکاناتو نه موجودیت هغه ستونزه ده چې له کبله یې سلګونه ناروغان او د هغوی پایوازان مزارشریف ښار ته راغلي او دلته هم د ډاکټرانو او مسوولانو نه پام له ستونزو سره مخ کړي دي. مرتضی چې خپله مور یې د شولګرې ولسوالي له یوه کلي نه ښار ته راوستلې وايي، مزارشریف کې هم درمل او ډاکټر نه پیدا کېږي.