Asset 1SWN

د غزني د ناور ولسوالي د ټولو کلیو لارې د واورې له امله تړل شوي

Barf

د غزني د ناور ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د واورې د ورښت له امله د یادې ولسوالي د ټولو کلیو مواصلاتي لارې د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوي دي.

د ناور ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، حکومت تراوسه د دغو لارو د پاکولو او پرانېستلو په اړه اقدام نه دی کړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال دوی زیاتوي چې د واورې د ورښت له امله تړل شویو لارو خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ناور ولسوالي اوسېدونکي نجیب‌الله مهجور وايي چې د دغې ولسوالي اوسېدونکي په خپله لاس په کار شوي او د لارو پر پاکولو بوخت دي.

په همدې حال کې د غزني د والي ویاند عمر غزنوي بیا سلام‌وطندار ته وايي چې د ټولو ولسوالیو لارې د قراردادي شرکتونو له‌خوا پرانېستل شوي او هڅې روانې دي چې د ناور ولسوالي فرعي لارې هم د خلکو او ټرافیکو پرمخ پرانېستل شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د غزني ناور ولسوالي د دغه ولایت له لرو پرتو ولسوالیو څخه شمېر کېږي چې د ژمي په موسم کې سړه هوا لري او ډېره واوره په‌کې کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام