فاریاب کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د روانې مرغومې میاشتې په ۲۷مه د سهشنبې پر ورځ د یاد ولایت ګرزېوان ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو له کبله د ۴۰۰۰ کورنیو مواصلاتي لارې تړل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ګرزېوان ولسوالي یوه قومي مشر محمداکرم وايي چې تېره سهشنبه د یادې ولسوالي «جرقلعه» کلي کې د سېلاب له امله ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، سېلابونو یخ او واوره د یاد کلي لویې لارې ته راټوله کړې او د موټر ترڅنګ پلې لارې هم تړل شوي.
د ګرزېوان ولسوالي یاد قومي مشر زیاتوي چې «جرقلعه» کلي کې شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په همدې حال کې د یاد کلي دغه قومي مشر زیاتوي چې د لارو تړل کېدو له کبله ټول خلک په خپلو کورونو کې دي. د هغه په وینا، دغه ولسوالي داسې وسایط او وسایل نه پیدا کېږي چې لاره پرې خلاصه کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د فاریاب د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسوولانو نظر هم له واخلو، خو بریالي نهشو.