Asset 1SWN

سلام وطندار

د سپین‌بولدک اوسېدونکي: که د اوبو ستونزه حل نه‌شي، اړ یو خپل کورونه پرېږدو

kandahar-jan-23-2019-an-afghan-boy-pushes-a-hand-777325

د سپین‌بولدک ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک ښاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې دې چارې یې ژوند سخت کړی دی.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د ژورو څاګانو د کېندنې توان نه‌لري او هغه کسان چې ټانکرو کې اوبه راوړي، پر خلکو یې په لوړه بیه یې پلوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سپین‌بولدک اوسېدونکو په وینا، د یادې ولسوالي کې یو ټانکر اوبه چې یوازې درې ورځې یې کېږي، په ۱۵۰۰ افغانۍ پېري. د هغوی په وینا، که یې د اوبو ستونزې حل نه‌شي، اړ دي چې خپل کلی او کور پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

د سپین‌بولدک یوه اوسېدونکي نورعلي سلام‌وطندار ته وویل: «اوبه خو دلته ډېرې ښکته دي په  ۱۰۰-۱۵۰ متره کې دي. هر څوک د برمو ښکلو توان نه‌لري او بل موږ ته دلته په ۱۵سوه په ۱۳سوه  یو ټانکر اوبه راوړي، داسې خلک شته چې د ټانکر پېرلو توان نه‌لري.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی نورجان له سرپرست حکومت غواړي چې د سپین‌بولدک ولسوالي اوسېدونکو ته د پاکو اوبو ژورې څاګانې وکیندي. «برمه ډېر لګښت لري، شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي، ا.ا څخه مو غوښتنه دا ده چې موږ ته برمې وکاږي.»

د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي، د څښاک اوبو ته د خلکو د نه‌لاسرسي ستونزې هواري لپاره یې د اوبو رسونې پر دوو زېرمو کار پیل کړی چې ۱۳زره کورنیو ته به اوبه ورکړي. د هغوی په وینا، هڅه کوي چې د نورو شبکو په فعالولو سره د ولس دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د سپین‌بولدک ښاروال رحمت‌الله مسافر سلام‌وطندار ته وویل: «چې دا اوس موږ کوم کار شروع کړی ۱۳زره کوره یا ۱۳نیم‌زره کورو ته به موږ دا اوبه ورورسوو. د دې اوبو ارزښت دې خلکو ته دومره دی چي تېل او غوړي خلکو ته دومره مهم نه‌دي لکه اوبه، ځکه په بولدک کې اوبه پر ۱۳۰متره یې ګل دی هغه هم نیم‌اینچ اوبه کېږي. نو پروسږکال موږ کار شروع کړ، د شل میلیونه په ارزښت مو اوبه راوېستلي د شل کیلومتره څخه نو په دغه اوبو سږکال ټول دوبی الحمدالله ټول ولس خوشحاله وو.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

دا په داسي حال کې ده چې د کندهار یوشمیر نورو ولسوالیو اوسېدونکې هم وچکالۍ ځپلي او له د اسلامي امارت له سرپرست حکومته غواړي چې دې ستونزي ته یې رسیدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام