Asset 1SWN

د زابل اټغر ولسوالي ګڼې کورنۍ د څښاک اوبو کمښت له کبله کډه کولو ته اړ شوي

0bd80000-0aff-0242-03a0-08d9a914667e_w1080_h608

زابل د هېواد په سوېل کې له هغو ولایتونو دی چې اوږدمهاله وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو يې کرنې او مالدارۍ ته سخت زیان رسولی دی.

اوس تازه د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو سربېره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل د اټغر ولسوالي یوه اوسېدونکي حاجي ملک سلام‌وطندار ته وویل، سیمه کې یې د څښاک اوبه په ډېرې سختۍ پیدا کېږي چې له امله یې ګڼې کورنۍ له یوه کلي بل ته کډه شوي او دا لړۍ لاهم دوام لري .

هغه وویل: «د څښاک له اوبو سره ډېره ستونزه لرو، داسې کلي او کورنۍ شته چې د څښاک د اوبو نشتون له امله نورو کلیو ته بار شوي.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي محمدخان هم له ورته ستونزې سرټکوي. «د خوراک اوبو سره موږ ډېر مشکلات لرو، خپله درې کاریزونه لرو چې درې سره وچ دي، برمې هم ناکامه دي، کله اوبه لري کله یې نه‌لري. کډې یې کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت د اوبو بندونه وتړي.»

د زابل محلي مسوولان بیا وايي، د اټغر ولسوالي ترڅنګ يې بېلابېلو نورو ولسوالیو کې هم د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسي په برخه کې تازه هڅې پیل کړي.

د زابل د ترنک سندیزې حوزې رییس عبدالکریم ذولفقار سلام‌وطندار ته وویل : «موږ ټولو ولسونو ته ډاډ ورکوو چي مو دا موضوع له وزارت او اړوند موسسو سره شریکه کړې، ځکه تنها په اټغر کې نه، بلکې نورو سیمو او ولسوالیو کې هم د څښاک اوبو ډېرې کمې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

زابل کې د وچکالۍ له امله د څښاک او زراعتي اوبو ته د نه‌‌لاسرسي شکایتونه داسې مهال دي چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کي هم کورنۍ ورته برخلیک سره مخ دي .

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام