Asset 1SWN

د زابل میزان ولسوالي کې وچکالۍ خلک کډه کولو ته اړ کړي

۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د زابل د میزان ولسوالي مرکک سیمه چې پخوا په بېلابېلو مېوه‌لرونکو ونو زرغونه وه، اوس د وچکالي له امله د یادو باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي د وچکالي پراخې څپې له کبله اړ شوي چې د زابل نورو سیمو ته وکوچېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مرکک سیمې اوسېدونکی ۶۶کلن لطف‌الله چې یو وخت یې خپل باغ درلود او د خپلې دولس کسیزې کورنۍ اړتیاوې به یې پرې برابرولې، اوس د بل چا بزګري کوي.

د نوموړي په وینا، د وچکالي له امله اړ دی چې نورو سیمو ته ګډه وکړي. هغه زیاته کړه چې مرکک سیمه کې په یو مخیز ډول باغونه وچ شوي او ترڅنګ یې خلک د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لري.

هغه وویل: «زه شاوخوا ۶۶ کلونه عمر لرم خپل باغونه مي وچ شوي، ځمکې مې شاړې پاتې دي، له خپلې سیمې کډه شوی یم. اوس د بل چاه بزګري کوم ، زما پر باغ او ځمکې پاته بزګر ان څښلو اوبه نه‌لري. اوس چې مزدوري، باغواني او هر څه چې وي د مجبورۍ څخه يې کوم.»

نعمت‌الله هم وايي چې د یادې سیمې خلک پر کرنه بوخت دي، خو وچکالي باغونه وچ کړي او خلک نورو سیمو ته د وتلو په درشل کې دي.

نوموړي وویل: «زموږ ژوند دلته ټول پر زراعت ولاړ دی، باغونه وچ شوي. دا اوس زه راتلم یوه ګډه بار شوه، دلیل يې دا و چې ان د څښلو اوبه يې له لاسه ورکړې وې. موږ پر بسته څلور کلیو باندې یو اینچ اوبه نه‌لرو، ما خپل درې نیم زره متر پایپ هوار کړی او یو اینچ اوبه راکوي.»

زابل محلي مسوولان هم وايي چې دغه ولسوالي د روانې وچکالي له امله سخته ځپل شوې ده. د دوی په وینا، پلان لري چې یاده ولسوالي کې د اوبو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته یې وسپاري.

د زابل د کرنې رییس عطا‌الله راشد سلام‌وطندار ته وویل: «تېرکال موسمي بارانونه وو، میزاني کې پلان شوی چیک‌ډیم سرته ونه‌رسېد، خو اوس یو ځل بیا یو‌‌ان‌ډي‌‌پي موسسې ژمنه کړې چې درې لکه متره مکعبه اوبو په  ظرفیت  لرلو سره یو چیک‌ډیم جوړ کړي. په میزاني ولسوالي کې تراوسه کوم چیک‌ډیم نشته، دا چیک‌ډیم به د ولسي وګړو لپاره ډېر ګټور وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د میزان ولسوالي سربېره د یاد ولایت نورې سیمې هم له سختې وچکالي سره مخ دي او اوسېدونکي یې وايي، اړ دي چې نورو سیمو ته ګډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام