عبدالباري عمر: یو‌شمېر هېوادونه د درملو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وايي چې یو‌شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و.

عبدالباري عمر نن دوشنبه د لړم ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال یادو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

چمن کې لاریون‌کوونکو د چمن-سپین‌بولدک لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې لاریون کوونکو د چمن-سپین‌بولدک لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې.

پر دې لاره یوازې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوال موټرو ته اجازه ورکول کېږي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټي موټرو پر مخ تړل شوې.

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ د وژل شویو خبریالانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی

د خوندیتوب کمېټه وايي چې پر غزې د اسراییلو بریدونو راهیسې تراوسه ۴۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ چې له هغه وخت راهیسې اسراییلو پر غزې پراخ بریدونه پیل کړې دي.

د برښنا پرچاوي له ډېروالي د کابل اوسېدونکو شکایت؛ برښنا شرکت: زغم ولرئ

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورځو کې یې د برښنا پرچاوۍ ډېروالي له امله کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

د دوی په وینا، ډېری وخت یې د کار پر مهال برښنا نه‌وي چې له کبله یې زیانمن شوي او حکومت باید د برښنا پرچاوۍ غم وکړي. د کابل ښار د «شهرنو» سیمې اوسېدونکی زین‌لله هم د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي.

کندهار څخه بهر ته سږکال د وچې مېوو صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د وچې مېوې په صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د وچې مېوې ټولنې مشر عبدالاحد سلام‌وطندار ته ویلي چې د مېوو ډېره برخه هند، پاکستان، قزاقستان، امارات، کاناډا، جرمني، امریکا، جاپان او انګلستان ته لېږدول شوې دي.

د زابل میزان ولسوالي کې وچکالۍ خلک کډه کولو ته اړ کړي

د زابل د میزان ولسوالي مرکک سیمه چې پخوا په بېلابېلو مېوه‌لرونکو ونو زرغونه وه، اوس د وچکالي له امله د یادو باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي د وچکالي پراخې څپې له کبله اړ شوي چې د زابل نورو سیمو ته وکوچېږي.

د هرات زلزله‌ځپلیو ته د ۷۳۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌ سنګي ولسوالي په درېوو کلیو کې په ۴۰۰ میلیونه افغانیو د ۷۳۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د هستوګنې دغه کورونه د هرات زلزله‌ځپلیو ته جوړېږي چې رغنیزې چارې یې یکشنبه د لړم ۲۸مه پیل شوې.