Asset 1SWN

د میدان‌وردګ څلور ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه پرانېستل کېږي

میدان‌وردګ-شفاخانه

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې تازه د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه ولایت په لرو‌پرتو څلور ولسوالیو کې د ناروغانو پر مخ څلور روغتیايي مرکزونه پرانېستل کېږي.

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا رییس زرک ځېرک سلام‌وطندار ته وویل چې دغه څلور مرکزونه به په نرخ، جلرېز، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې فعاله شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې یاد روغتیايي مرکزونه به د ولسوالي په کچه ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته معیاري خدمات وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا، دوه کاله وړاندې میدان‌وردګ کې ۷۷ روغتیایي مرکزونه د ناروغانو او ناروغ‌لرونکو پر مخ پرانېستل شوي وو چې اوس یې شمېر ۱۱۰ ته لوړ شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه پرانېستل کېږي، خو ټینګار کوي چې له روغتونونو او روغتیايي مرکزونو باید څارنه وشي، ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته معیاري خدمات وړاندې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام