د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې د مسلم هندز موسسې له لوري په چک ولسوالي کې پر ۳۵۰ سېلاب‌ځپلیو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې تېره اوونۍ د یادې موسسې له لوري په چک ولسوالي کې د سېلاب‌ځپلیو کورنیو په اړه سروې شوې وه چې او ورباندې مرستې ووېشل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پر هرې کورنۍ ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۱۰ کېلو ګرامه وریجې، ۵ لېټره غوړي، ۵ کېلو ګرامه نخود، ۵ کېلو ګرامه دال، ۵ کېلو ګرامه لوبیا او ۵ کېلو ګرامه مالګه ووېشل شوه.

جلالي زیاته کړه، هڅه کوي چې یادې مرستې د میدان‌وردګ پاتې ولسوالیو سېلاب‌ځپلیو کورنیو باندې هم وویشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه ولایت سېلاب‌ځپلې کورنۍ هم خوښې دي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې شوې مرسته دوی ته بسنه نه‌کوي او مرستې دې دوامداره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام