افغانستان، اوزبکستان او پاکستان د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درې‌اړخیزه غونډه د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې جوړه شوې ده.

پکتیا کې په ۱۱۵زره ډالرو د اوبو یو سربند جوړ شو

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د ۱۱۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو یو سربند جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

دغه سربند د پکتیا د سیدکرم ولسوالي په «درک» سیمه کې جوړ او ګټې‌اخیستنې سپارل شوی دی. د پکتيا سينديزې فرعي حوزې مسولان وايي، ياد سربند د سويس د مرستو پرمختيايي ادارې په مالي لګښت او د اړيکو دفتر موسسې په تخنيکي همکاري جوړ شوی.

د پاکستاني پولیسو له چلن د افغانانو شکایت؛ «حتا کارټونه یې راته وشکول»

له پاکستانه په زور راستانه کړل شوي یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو دغه هېږاد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي او ژوند یې ورتریخ کړی دی.

راستانه شوي کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کلونه یې پاکستان کې ژوند وکړ، خو په وینا یې، دې موده کې یې چې هر څه پیدا کړي وو، دغه هېواد کې ترې پاتې شوې دي.

له دوه‌کلن ځنډ وروسته کابل ته د فلای‌دوبۍ الوتنې بېرته پیل شوې

له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته په لومړي ځل د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې.

د حکومت د رسنیو مرکز نن چهارشنبه د لړم ۲۴مه پر اېکس لیکلي چې دغه الوتنې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او د ټرانسپورټ هوايي چلن وزارت په هلو ځلو بېرته پیل شوې دي.

هلمند کې یو کارګر د نږدې درې میلیونه کالدارو د غلا په تور نیول شوی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د دوه میلیونه او نهه سوه او ۵۰زره « ۲۹۵۰۰۰۰»  پاکستانۍ کالدارو د غلا په تور نیولی دی. بل‌خوا هغه هلمندی سوداګر چې دغه کس ترې نږدې درې میلیونه کالدارې غلا کړې وې، وايي، دغه کس یې په شرکت کې کارګر و.

هغه نظامیان نیول شوي چې د یوه ځوان د سر وېښتان یې قیچي کړي و

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه درې امنیتي کسان نیولي چې په خپل‌سري توګه یې د یوه ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کړي و. د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي له محاکمو پرته یاده کړنه غیرقانوني او خپل‌سري بللې او وايي چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، «څو د خلکو له حیثیت، وقار او انساني کرامت سره  لوبې وکړي.»

هند له نیوزیلنډ سره د نړیوال جام نیمه‌ پای‌لوبه کوي

د هند کرېکټ ملي لوبډله نن په خپل کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نیمه‌پای لوبه کې لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د نومبر ۱۵مه د هند د ممبی په «وانګېډې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.