Asset 1SWN

د پاکستاني پولیسو له چلن د افغانانو شکایت؛ «حتا کارټونه یې راته وشکول»

کډوال

له پاکستانه په زور راستانه کړل شوي یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي او ژوند یې ورتریخ کړی دی.

راستانه شوي کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کلونه یې پاکستان کې ژوند وکړ، خو په وینا یې، دې موده کې یې چې هر څه پیدا کړي وو، دغه هېواد کې ترې پاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني د ناوې ولسوالي اوسېدونکی جان‌محمد چې له تېرو لسو کلونو راهیسې یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په ژوب ښار کې ژوند کاوه، اوس له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره غزني ته راستون شوی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې هر څه پاکستان کې پرېښي او یوازې یې خپله کورنۍ له دغه هېواده اېستلې ده. د نوموړي په وینا، د پاکستاني پولیسو له وېرې دغه هېواد کې افغان کډوال خپل ټول شته په نیمه بیه پر پاکستانیانو خرڅوي او هېواد ته د ستنېدو په لټه دي.

 هغه وویل: «موږ پاکستان ډېر سره تنگ کړو، ډېر یې په عذاب کړو، کوټې مو پټې پاتې شوې او هېڅ څه مو نه‌دي اخیستي، لرګي، سامانونه، تول پاتې شول، که د چا جایداد ۵۰ لکه و، په شل‌ لکه یې ورکړی. که د چا شل لکه و، په لس لکه یې ورکړی.»

دغه کس چې اوس غزني کې د اوسېدو لپاره هېڅ سرپناه نه‌لري، له سرپرست حکومت د مرستې غوښتنه کوي او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه غم وخوري.

نوموړي وویل: «د دې وروسته موږ دغه غواړو چې موږ ته خېمه او سرپناه جوړه کړي. یو ځای باید وي چې موږ ژوند وکړو.  کمپیوټري پېژندپاڼې چې اوس شروع دي، دا موږ ته راکړي. نو موږ د افغانستان خلک او اسلامی امارت نه ډېر خوشحاله یوو.»

په ورته مهال غزني ته له پاکستانه یو بل راستون شوی افغان کلاخان بیا وايي چې پاکستاني پولیسو یې د کډوالۍ کارټونه هم له‌منځه وړې دي. هغه چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره غزني ته راستون شوی وايي: «د مهاجرت کارټونه مو وو، ورور او پلار مو درلود، دغه یې راپرې کړل، یوراورسېد او وې ویل چی ستا یو شی نشته.»

بل‌خوا د غزني محلي مسوولانو دغه ولایت ته د بېرته راستنېدونکو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده. د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمدعمر عادل سلام‌وطندار ته ویلي، تېرې یوې میاشتې پر مهال شاوخوا څلور سوه کورنۍ له پاکستانه دغه ولایت ته ستنې کړل شوې دي.

نوموړي وویل: «په تېره یوه میاشت کی، تقریبا ۴۰۰ مهاجرې کورنۍ غزني ته راغلي دي. په دې کی بعضا نقل شوي ولسوالیو ته، لکه ناوه، لکه اجرستان، لکه اندړ او اب‌بند او څو بیا په مرکز کې دي.»

هغه زیاته کړه راتلونکې کلونو کې به راستانه شویو کډوالو ته ځمکې ووېشل شي او په وینا یې، د غزني مرکز دوشاخه کې د یوه ښارګوټي د جوړېدو لپاره سروې هم شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پراخونو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، خو له غبرګونونو سره سره پاکستان له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام