Asset 1SWN

کندهار څخه بهر ته سږکال د وچې مېوو صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د وچې مېوې په صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د وچې مېوې ټولنې مشر عبدالاحد سلام‌وطندار ته ویلي چې د مېوو ډېره برخه هند، پاکستان، قزاقستان، امارات، کاناډا، جرمني، امریکا، جاپان او انګلستان ته لېږدول شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د صادراتو بهیر ۱۵ نورو هېوادونو ته هم وغځوي. دغه صادرات د ځمکې له لارو یادو هېوادونو ته شوې دي.

عبدالاحد وویل: «په ډېره ښه پراخه پیمانه باندې زموږ صادرات یعنی تر تېرکال تقریبآ ۲۰-۲۵-۳۰ فیصده شاید زیات وي، ځکه اوس فعلا زموږ صادرات جریان لري. تقریبآ لسو-دولسو ممالکو ته زموږ صادرات جریان لري او کوښښ کوو چې خپل صادرات ۱۰-۱۵ نور مملکتونو ته وغځوو، ځکه چې الحمدالله اسلامي امارت له‌خوا هم موږ سره همکاري کېږي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا بیا سلام‌وطندار ته وايي چې د سوداګري برخه کې د حکومت له لوري اسانتیاوې رامنځته شوي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې هېواد کې سوداګري پر غوړېدو ده.

نوموړي زیاته کړه چې هند، پاکستان، قزاقستان ته د ۱۶،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مېوې صادرې شوې دي.

هغه وویل: «د وچې مېوې د طبي، تخمونو، طبیعي تخمونو، حبوباتو، د دې ټولو د تازه مېوې تجارت هم لرو چې سږکال یوازې هندوستان ته ۱۱۰۰ ټُنه انار بار شوي او هندوستان بیا موږ ته خاص تخفیف هم راکړی دی چې د سلګونو قلمونو ټکسونه یې راته معاف کړي دي.»

بل‌خوا یوشمېر سوداګر او باغ‌لرونکي بیا اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا نېک ګام بولي او په وینا یې، بهر ته د وچې مېوې صادرات د افغانانو پر اقتصاد مثبت اغېز لري.

کندهار کې د وچې مېوې سوداګر مطېع‌الله سلا‌م‌وطندار ته وویل: «موږ ا.ا څخه دا غوښتنه لرو چې د نورو مملکتونو سره هم قراردادونه وکړي چې دا زموږ ټوله وچه مېوه ووځي.»

 نذیراحمد چې کندهار کې د انځرو باغ لري، وايي، وروستیو کې یې د انځرو له درکه ښه ګټه ترلاسه کړې ده. نوموړی زیاتوي چې د صادراتو پر زیاتېدو سره د ده ترڅنګ نورو باغ‌لرونکو ته هم ګټه رسېدلې.

نذیراحمد سلام‌وطندار ته وویل: «کاروبار هم زیات شوی، ګټه هم ډېره ده هم موږ ته ګټه کوي هم هېوادوالو ته ګټه کوي، هم کښت‌ګرو ته ګټه ده چې څونه یې فیصدي زیاته شوې، هغونه یې نرخونه لوړ شوي، هغونه یې کاروبار هم پراخ شوی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم له کندهار څخه بهر ته وچې مېوې صادرې شوې وې چې سږکال د اسانتیاوو رامنځته کېدو له امله یې کچه لوړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام