Asset 1SWN

له کندهار څخه بهر ته ۱۵زره ټُنه انکور صادر شوي

کندهار- انګور

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته تر دې مهاله ۱۵زره ټُنه انګور صادر شوي دي.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدصدیق مهمند وايي، سږکال تر دې مهاله بهرنیو بازارونو ته له دغه ولایته ۱۵زره ټُنه انګور صادر شوي چې دا لړۍ لاهم روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مهمند په وینا، له یادو صادراتو څخه افغان سوداګرو اته میلیونه او ۶۵۰ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي دي.

مهمند همداراز زیاته کړه چې له کندهار څخه د تازه او وچې مېوو صادرات د ولایتي ادارې او ګمرک ریاست په همکاري په منظمه توګه روانه ده او په وینا یې، د یو منظم پلان پر بنسټ لاهم د انګورو صادرات روان دي.

سږکال به د اټکل له مخي ۲۷۳ زره او۶۰ ټُنه انګورو حاصلات ولري چي د تېرکال په پرتله يې لس سلنه حاصلات زيات سوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کندهار کې د انګورو سږني حاصلات وخت رارسېدلی چې کروندګر یې دا مهال پر ټولولو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام