Asset 1SWN

کندهار کې د انګور حاصلاتو ډېروالی؛ سږکال به ۲۷۳ ټُنه انګور ترلاسه شي

۱

که څه هم د اقلیمي بدلون له امله روان کال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د مېوو په ځانګړي ډول د انګورو حاصلاتو کې کموالی راغلی، خو کندهار کې بیا سږکال د انګورو حاصلات زيات شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو امر شمس‌الرحمن موسی وايي، سږکال پر ۲۰زره او ۵سوه هتکاره ځمکه انګور شوي چي شاوخوا ۲۷۳ زره ټنه انګور به ترې ترلاسه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «کندهار کې پر شل زره او پنځه سوه هتکاره ځمکه د انګورو باغونه شته چي ۲۷۳ زره ټنه به حاصلات ورکړي. د حاصلاتو د ډېرښت لاملونه يې دا دي چي زیات مرضونه يې ندي کړي او پر وخت ورته پاملرنه شوېده.»

د کندهار ژېړۍ، پنجوايي، ډنډ او دامان هغه ولسوالي دي چي په‌کې په پراخه کچه د انګورو باغونه شته او ګڼ‌شمېر اوسېدونکي يې پر همدې چارو بوخت دي.

پنجوايي ولسوالي کي د انګور باغ‌لرونکی عبدالرحمان سلام‌وطندار ته وويل، د انګورو سږني حاصلات يي ښه دي، خو له پاکستان او هند پرته بل مارکیټ نه‌لري او هلته يي د اړتیا له مخې په کمه بیه صادروي.

نوموړي چې پر خپله څلور جریبه ځمکه د انګورو ۶۰۰ تاکونه لري، وايي، سږکال یې د بارانونو له امله د انګورو حاصلات ښه وو.

هغه وویل: «انګور خو ښه انګور شوي. سږکال ښه د خير کال دي، موږ چې د دولت کمک وي، موږ انګور هر ځای استولی شو، بايد چي بازار ورته پیدا شي. هند ته يې لېږو، دوبۍ ته يې لېږو، خو موږ يې خپله نه شو کولای چې وې یې لېږو، باید حکومت يې ولېږي، زموږ انګورو او انار دواړه ښه دي.»

د کندهار ژېړۍ ولسوالي کي د انګورو یوه باغ‌لرونکي خان‌جان وویل چې تېرو کلونو ته په کتو سږکال د انګورو حاصلات زيات شوي او کیفیت يې هم تر نورو کلونو ښه دی. هغه وايي، حکومت نه بايد یوازي د پاکستان او هندوستان پر بازارونو تکيه وکړي او په وینا یې، اروپايي او امریکايي بازارونو ته هم د کندهار انګور د وړو ظرفیت او کيفیت لري.

هغه وویل: «انګور خو ډير ښه انګور شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې انګور مو بايد نورو ملکونو ته ورورسوو. اوس خو یوازې پاکستان او هندوستان ته وړل کېږي. موږ وايو چې دغه نورو دولتونو ته ولاړ شي او زموږ مېوه، مخته ولاړه شي، دغه غوښتنه موږ له دولت څخه لرو.»

باغ‌لرونکي غوښتنه کوي چې حکومت دي د انګورو لپاره له پاکستان او هند پرته نورو هېوادونو ته د صادراتو زمینه برابره کړې.

حاجي غلام‌نبي کندهار کي د تازه مېوې سوداګر دی. نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې د تازه مېوې د ساتنې لپاره سړې‌خونې جوړې او یا دې هم هوايي دهلیز فعاله کړي، څو نورو هېوادونو کې خپل حاصلات په ښه بیه وپلوري.

هغه وویل: «د انګورو سېزن خو ښه سېزن دی، مګر سږ کال انګور په باغونو کې هم ګران دي او په پاکستان کې یې هم بیه ټيټه ده، باید دې ته سړې‌خونې جوړې شي، څو وساتل شي او په کراره کراره نورو هېوادونو ته یوړل شي.»

کندهار کي د تازه مېووو ټولنې مشر نانی سلام‌وطندار ته وويل، که هوایي دهلېز وی د کندهار انګور به نورو هېوادونو کې په ښه بیه پلورل شوي وی. نوموړی وايي، دا چې اوس د هوا له لارې د صادراتو امکانات نسته نو دوی د ځمکې له لارې هڅه کوي چې ډېر انګور صادر کړي.

«موږ لکه پروسږ کال چې مو انار روسیې ته صادر کړل، نو سږ کال هم کوښښ کوو چې کومو هېوادونو ته د ځمکې له لارې امکان ولري انګور صادروو خو اوس زموږ مارکېټ یوازې پاکستان دی.»

بل‌خوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، دامهال د صادراتو په مخ کې هېڅ خنډ نشته او انګور په یخچالي موټرونو کې په ښه ډول صادرېږي.

هغه وویل: «دا هوایي دهلېز چې پخوا وو د نورو هېوادونو یا موسسو په مرسته جوړ شوی و، خو اوس حکومت دومره امکانات نه‌لري، نو د هوا له لارې صادرات نه‌شي کېدای، خو سږ کال د ځمکې له لارې هم کوم مشکل نشته او تمه لرو چې صادرات به ډېر وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر ۱۴۰۱ کال کې له کندهاره د ۸ میلیونه ۹۹ زره ۴۶۰ ډالرو په ارزښت ۱۵۲۸۰ ټنه انګور صادر شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام