Asset 1SWN

کندهار کې سږکال د انګورو حاصلات د پام وړ زيات شوي

۳

کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امر شمس‌الرحمان موسی وايي، د دغه ولایت شاوخوا ۲۰زره او ۵سوه هکټاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې او سږکال يې حاصلات هم زیات شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وويل، د دغه ریاست د سروې له مخې به سږکال د کندهار له باغونو څه باندې ۲۰۰ او ۷۳زره ټنه انګور ترلاسه شي.

هغه وویل: «په کندهار کې د انګور باغونه پر شل زره او پنځه سوه هکتاره ځمکه شته او ۲۰۰ او درې اویا زره او شپېته ټنه انګور به وکړي.»

بل‌خوا د انګورو یوشمېر سوداګر وایي، له کندهاره ۹۰سلنه انګور پاکستان او ۱۰سلنه هند ته صادرېږي، خو که هوايي دهلېز وي، نړیوال بازار ته هم انګور صادرولی شي.

کندهار کې د انګورو سوداګر حاجي جمال شاه وایي، سږکال د انګورو حاصلات ښه دي او تمه لري چې بهر کې به هم په ښه بیه وپلورل شي.

د هغه په وینا، که د انګورو د ساتنې لپاره سړې‌خونې وی، انګورو به نور هم ارزښت پیدا کړی و. نوموړي وویل: «سږ کال انګور ډېر ښه دي، اوبه وې مرضونه یې نه دي کړي، نو موږ امید لرو چې پاکستان او هند کې هم په ښه بیه خرڅ شي.»

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا سلام‌وطندار ته وويل، دامهال د صادراتو پر وړاندې خنډونه لرې شوي او که کومه ستونزه رامنځته نه‌شي، سږکال به لا ډېر انګور هند او پاکستان ته صادر شي.

خو هغه وايي، د بهرنیو موسسو له همکارۍ پرته هوایي دهلېز نه‌شي فعالولی، ځکه ا.ا دې برخه کې کافي امکانات نه‌لري.

هغه وویل: «هوایي دهلېز چې پخوا وو د نورو هېوادونو یا موسسو په مرسته جوړ شوی و، خو اوس حکومت دومره امکانات نه‌لري، ځکه د هوا له لارې صادرات نه‌شي کېدای، خو سږ کال د ځمکې له لارې هم کوم مشکل نشته او تمه لرو چې صادرات به ډېر وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېرکال له کندهاره د ۸ میلیون او ۹۹زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته انګور صادر شوي وو. انګور د افغانستان د مېوو د تولید لویه برخه جوړوي او د کرنې وزارت د معلومات له مخې، هېواد کې هرکال نږدې ۹۰۰ زره ټنه انګور تولیدېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام