سره له دې چې انګور په هېواد کې د باغ‌لرونکو یوه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، خو د انګورو یوشمېر سوداګر او پلورونکي وايي چې سږ کال یې حاصلات کم شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کی شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی او لامل یې هم د انګورو د حاصلاتو ټولولو موسم کې سخته جګړه او وچکالي وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، تېر کال یې ۲۰ زره ټنه انګور صادر کړي وو، خو روان کال څلور زره ټنو ته هم نه ‌رسېږي. بینا زیاتوي چې باغ‌لرونکو سږ کال ونشوای کړی چې د انګورو باغونه وپالي او خپل کړي لګښتونه پرې پوره کړي.



په لوګر کې هم یوشمېر باغ‌لرونکي د انګورو له کمو حاصلاتو او ټیټ کیفیت څخه سر ټکوي او وایي، سږ کال د انګورو بیه هم ډېره کمه وه. لوګر کې د انګورو یو سوداګر نعمت‌الله وایي، د پخوا په پرتله د انګورو کاروبار خراب شوی او تر ډېره د انګورو تولیدات او نرخ یې هم کم و.

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې انګورو ته د بازارموندنې په برخه کې باغ‌لرونکو سره مرسته وکړي، څو وکولای شي چې خپل لګښتونه پوره کړي. هغه زیاتوي چې اوس په بازار کې یو من ښه انګور له ۱۵۰ تر ۱۶۰ افغانیو پورې پلورل کېږي او په وینا یې، دا بیه له پخوا ډېره ټیټه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو هرات کې بیا سوداګر او باغ‌لرونکي وایي چې د تېر کال په پرتله روان کال د انګورو کیفیت او کمیت ښه شوی، خو په وینا یې، صادرات یې کم شوي دي.

دوی وايي، هرات کی ډېری خلک انګور پر ممیزو بدلوي او دولت باید ممیزو ته د بازارموندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام