په سوېل ختيځ زون کې ۲۰ چاپي رسنيو خپل نشرات درولي

پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلام‌وطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو  او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.

سږ کال د انګورو حاصلات کم او بازار یې پیکه شوی

سره له دې چې انګور په هېواد کې د باغ‌لرونکو یوه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، خو د انګورو یوشمېر سوداګر او پلورونکي وايي چې سږ کال یې حاصلات کم شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کی شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی او لامل یې هم د انګورو د حاصلاتو ټولولو موسم کې سخته جګړه او وچکالي وه.

د بشري حقونو کمېسیون: طالبان باید د بشري حقونو پر وضعیت د خپلواکې څارنې اسانتیاوې برابرې کړي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه خپلواکې او بې‌پرې څارنې ته اسانتیاوې برابرې کړي. خبرپاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.