د پاکستان حکومت او خلکو له افغانستان سره د ۳۰۰ ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه چې نن د تورخم له لارې په ۱۷ موټرو کې افغانستان ته رالېږدول شوې ده.

جلال اباد کې د پاکستان قونسل عابد‌الله طالب چارواکو ته د مرستو سپارلو پر مهال وویل چې حکومت او خلکو يې دغه بشردوستانه مرستې افغانستان سره د خواخوږۍ پر بنسټ کړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد به یې خپلې بشردوستانه مرستې دومداره وساتي.

نوموړي همداراز ویلي چې د درملو او طبي وسایلو سربېره په دې تازه مرسته کې وریجې، غوړي، بوره، وړه او یو‌شمېر نور خوراکي توکي شامل دي.

ننګرهار کې د موسساتو او شرکتونو د تنظم کمېسیون مشر مولوي مبارز د پاکستان د دې بشردوستانه مرستې څخه مننه کړې او زیاته یې کړې یې ده چې د ۱۷ لاریو له جملې به پنځه ننګرهار کې او پاتې نور به کابل ته د رسېدو وروسته، بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو وګړو ووېشل شي.

که څه هم په اوس وخت کې له افغانستان سره د  نړیوالو بشردوستانه مرستې مهمې ګڼل کېږي او په زیاتېدو یې ټینګار کوي، خو په تورخم کې یو‌شمېر مسافرو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د مرستو سره-سره دغه هېواد ته د ناروغانو د تلو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام