Asset 1SWN

«د افغانستان د کورنیو تولیداتو زیاتوالي له پاکستانه د خوراکي توکو واردات کم کړي»

bf553d7b33735ab2dccd29b261795d2d7172b472-600x450

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ د دغه هېواد د مرکزي بانک له قوله خبر ورکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د پاکستان د خوراکي توکو په صادراتو کې ۷۶ سلنه کموالی د افغانستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند د پاکستان د مرکزي بانک له لوري ورکړل شوې شمېرې نه مني او وايي، د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان حکومت پلمې او ورته د ستونزو جوړېدل د وارداتي بازارونو بدلون او د افغانستان پر ځان بسیا کېدو له امله په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان څخه د افغانستان د وارداتو کچه کمه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ خونې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې له پاکستان څخه د وارداتو د کموالي په اړه مشخصې شمېرې نه وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، له پاکستان څخه د وارداتو کمېدل او د افغانستان د وارداتي بازارونو د بدلون، د پېرلو په برخه کې د خلکو بې‌وسي او یا هم د کورنیو تولیداتو زیاتوالی د دغو وارداتو د کموالي لاملونه ګڼي. د اقتصادي چارو کارپوهان قیس‌محمد او سیر قریشي زیاتوي:

«دا باید وویل چې واردات ولې کم شوي. خلک یې د پېرلو وسه نه لري که د بې‌وزلۍ کچه لوړه ده او که د تولیداتو کچه لوړه شوې وي، دا بیا اقتصادي وده ښيي. یا هم له پاکستانه د وارداتو کموالي لامل د وارداتي بازارونو بدلون دی.»

«افغانستان کولای شي په کور دننه هم خپلې اړتیاوې پوره کړي. موږ ۸۰ میلیارډه متره مکعب اوبه لرو، کرنیزې ځمکې لرو؛ دا دې لامل کېږي چې هم تولید ولرو او هم خلکو ته د کار ښې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان څخه د یو میلیارډ او ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرل.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو کچه ۸۳۳ میلیونه او څه باندې ۴۱۷ زره ډالره وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولانو په وار وار د پاکستان حکومت له لوري د ستونزو جوړېدو او د سوداګرۍ لارو د بدلون له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د کمېدو خبر ورکړى و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام