د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.

عبدالطیف نظري دې غونډه کې زیاته کړه چې دغه دهلیز کې د افغانستان ګډون به د هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره فرصتونه برابر او له نورو هېوادونو به په ارزانه بیه توکي وارد کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډون، د هېواد په ګټه او یوشمېر نور یې بیا د هېواد په زیان بولي.

د پوهنتون استاد شبیر بشري وايي، د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډون به د هېواد د صادراتي توکو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي او نورو هېوادونو څخه د واردېدونکو توکو بیې راټيتې کړي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شاکر یعقوب بیا په دې باور دی چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډون بیا هم افغانستان په پاکستان پورې تړلی پاتې کوي او د هېواد لپاره ګټور نه تمامیږي.

هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې افغانستان دې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې د ګډون پر ځای، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د نښلېدو لپاره بله لاره غوره کړي.

نوموړي وویل: «د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډون، بیا هم د افغانستان پاکستان پورې تړلی او حکومت باید په دې دهلیز کې د ګډون پر ځای د سیمې او نړۍ له دهلیزونو سره د نښلېدو لپاره هڅې وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې افغانستان د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان، ازبکستان، چین او قرقیزستان ترمنځ اقتصادي دهلیز کې شامل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام