Asset 1SWN

اقتصاد وزارت: د حکومت له هوکړې پرته په نادولتي موسسو کې د حکومتي کارکوونکو ګومارل بند دي

afghanistan

د اقتصاد وزارت تازه په یوه مکتوب کې له نادولتي موسسو څخه غوښتي چې د حکومتي ادارو کارکوونکي د اړوندې ادارې له هوکړې پرته ونه ګوماري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت د دې پرېکړې لامل تر ټاکلې مودې پورې د دولتي کارکوونکو د کار بشپړېدل او د ناسوبتیا او جرم له کبله د دولتي ادارو د ګوښه شویو کارکوونکو د ګومارل کېدو مخنیوی بولي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «اقتصاد وزارت په بهرنیو موسسو کې د کارکوونکو ګومارل کېدو مخنیوي په اړه دغه مکتوب د موسسو له فعالیت سره سم ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته لېږلی دی.»

حبیب وايي، یاد مکتوب یې د ا.ا د کابینې د نولسمې ناستې د لارښوونې او د یوشمېر وزارتونو د شکایت پر بنسټ صادر کړی دی. هغه زیاتوي: «هېڅ موسسه یا کورنی او بهرنی شرکت نه‌شي کولای چې د ا.ا د ادارو برحاله مسلکي کارکوونکي د اړوندې ادارې له هوکړې پرته وګوماري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د دولتي ادارو کارکوونکو تل د تنخواوو کموالي په اړه شکایت کړی او همدا لامل دی چې د دغو ادارو ډېری کارکوونکي هڅه کوي چې په نادولتي موسسو کې کار پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام