Asset 1SWN

نادولتي موسسې: پر تړونونو د اقتصاد وزارت د څار لارښود به مو چارې ټکنۍ کړي

65254a748e04f-65254a748e0502022_09_13-M-AZIZI-KABUL-AFG0031-1.png

د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې له ټولو کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو غوښتنه کړې چې د خپلو تدارکاتي پړاوونو مخته وړو پرمهال د دغه وزارت استازي ته بلنه ورکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وايي، د موسسو ټولو تدارکاتي پړاوونو کې د دغه وزارت د استازي شتون، د هغوی فعالیتونو کې رڼښت راولي او د مالیې ورکولو بحث روښانوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د پروژو پلي کولو برخه کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره دغه وزارت ټولو موسسو ته مالي متعهد استولی او دوی موظف دي چې ټولو لوجیستکي او ودانیزو تړونونو کې د یاد وزارت استازي ته د څارونکي په توګه بلنه ورکړي.»

له دې سره، د نادولتي موسسو یوشمېر استازي سره له دې چې د اقتصاد وزارت له نوي لارښود هرکلی کوي، خو وايي چې دغه کړن‌لاره د هغوی د تدارکاتو پروسې اوږدوي.

د یوې غیردولتي کورنۍ موسسې مسوول ضیا‌الدین سلام‌وطندار ته وویل: «یوه اداره، موسسه او بنسټ چې کار کوي، که هره پروسه کې د وزارت استازي ته بلنه ورکړل شي، ځکه ځینې پروژې ایمرجنسي دي، ستونزې په‌کې پیدا کېږي، ټکنۍ کېږي او پروسې ځنډېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري هم وايي، که د اقتصاد وزارت نوې لارښوونه مثبتې پایلې ولري، د موسسو په فعالیتونو کې د شفافیت لامل کېدای شي، کنه نو دا د موسسو په کارونو کې لاسوهنه ده.

نوموړي وویل: «د ټولو موسسو فعالیتونو کې روڼتیا رامنځته کېږي، باید د کار کولو پایله یې وارزو چې څه مثبتې پایلې به‌ولري، ګنې، په کارونو کې به یې د لاسوهنې په معنې وي.»

د یادولو ده چې دامهال له اقتصاد وزارت سره ۲ زره ۳۹۳ غیردولتي موسسې چې ۲۷۲ یې بهرنۍ او ۲ زره ۱۲۱ یې کورنۍ دي، ثبت دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دغو ۲ زره او ۳۹۳ موسسو څخه ۷۶۹ یې چې ۱۸۱ یې بهرنۍ او ۵۸۸ یې کورنۍ دي، په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام