د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړه چې د دغه بنسټ د څېړونکو په وروستیو څېړنو کې په ډاګه شوې چې غزني کې د طالبانو له لوري ۹ هزاره وګړي شکنجه او وروسته وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ یادو پېښو ته په اشارې سره ویلي، نړیواله ټولنه باید اوس هڅه وکړي، هغه افغانان چې د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو تر ګواښ لاندې دي، له هېواده وباسي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، نړیواله ټولنه باید د بهرنیانو راېستلو نېټه وغځوي او ډاډ ترلاسه کړي، هغه کسان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، کولای شي په ډاډه زړه دغه کار وکړي او دغو کسانو ته په الوتکه کې د تلو او ویزې اخیستو شرایط برابر شي.

له دې سره هم‌مهاله، د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو له لوري د خلکو تښتولو او هدفي وژنو په اړه به نور اسناد او معلومات هم په ډاګه کړي.



 له دې سربېره د بښنې نړیوال سازمان د راپور پر اساس، اوس مهال په زرګونه افغانان د کابل نړیوال هوايي ډګر کې دننه او بهر په دې هڅه کې دي چې د الوتکو له لارې له افغانستان څخه ووځي.

دغه سازمان په داسې حال کې له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او افغانانو د اېستلو بهیر د غځولو خبره کوي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې ویلي وو، دوی د بهرنیانو د اېستلو بهیر غځولو سره موافق نه دي او نه غواړي چې افغانان له هېواده بهر لاړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبان هغه افغانان چې غواړي له هېواده بهر لاړ شي، د کابل هوايي ډګر ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

بل‌خوا د امریکا ولسمشر جو بایډن ټينګار کړی چې د اګسټ تر وروستۍ نېټې یعنې څلور ورځې وروسته له افغانستان څخه د اتباعو د اېستلو بهیر بشپړوي او امریکایي سرتېري له افغانستان څخه راباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام