بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

د کابل هوایي ډګر دروازه کې پرونۍ چاودنو څه باندې ۱۰۰ کسان وژلي

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.