د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو ویلي، پاکستان سره یې په داسې طرحه کار کړی چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ په بارتر سېسټم یا توکي په توکي ترسره کېږي.

خو د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان بیا دا ډول سوداګري د افغانستان په زیان بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصادي چارو کارپوه ذکریا حیدري وایي، افغانستان یو مصرفي هېواد دی او ډېر صادرات نه‌لري، که دا طرحه عملي شي، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به ناوړه اغېز وکړي او هېواد ته به د پاکستاني توکو واردات ډېر شي.

د نوموړي په وینا، دا چې پاکستان پرمختللې ټکنالوژي او خام مواد لري او تولیدات ورته په ارزانه تمامېږي، په بارتر سېسټم سوداګري به د افغانستان تولیدات کم او ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي وویل: «کورني تولیداتو ته به مو ستونزې راپیدا شي. زموږ صنایعې نوې ده، ملاتړ ته اړتیا لرې. که بیا یې دولت ملاتړ ونه‌شی کړای، دا به ژر له ماتې سره مخ شي. دا کمې صنایعې چې په دا شلو کلونو کې لرو، دا به له ماتې سره مخ او واردات به مو نور هم ډېر شي.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه عبدالنصیر رښتیا هم په بارتر سېسټم سوداګري د افغانستان په ګټه نه‌بولي او وایي، افغانستان تر ډېره یو وارداتي هېواد دی او دامهال شاوخوا یو میلیارد ډالر صادرات لري.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان سره په بارتر سېسټم سوداګري به افغانستان ته د بهرنیو اسعارو راتلل کم کړي او کلدارې به د افغانیو ځای ونیسي چې په دې سره پاکستان غواړي افغانستان په ځان پورې وتړي او یو مصرفي هېواد پاتې شي.

د رښتیا په باور، بارتر سېسټم د صنعتي هېوادونو په ګټه دی او دا چې پاکستان اقتصادي ناورین سره مخ دی، نه‌‌غواړي چې هېواد څخه یې بهرني اسعار افغانستان ته ولېږدول شي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان‌جان الکوزی بیا وايي چې پاکستان د بارتر سېسټم له لارې د سوداګرۍ طرحه منلې او په دې اړه درې ناستې هم شوي چې ښايي بله ناسته کې پر یوه میکانیزم هوکړه وشي او افغانستان کې توکي په افغانیو او پاکستان کې په کالدارو وپېرل شي.

هغه وویل، د افغانستان پر بانکونو د محدودیتونو له امله پاکستان افغانستان سره د بانک له لارې سوداګري‌ نه‌کوي او اوس وخت کې دغه هېواد سره د سوداګرۍ یوازینۍ لار د بارتر سېسټم دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې، روان کال پاکستان ته یوازې د شاوخوا ۳۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام