د بېپولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو میلتونو له ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپليسرې نیونې ډېرې شوي او پر رسنیو یې د وېرې او وحشت سیوری غوړولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بېپولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د نړیوال ملاتړ او د حقوقي ستراتیژۍ مدیر انټوان برنارډ ویلي: «نړیوال وضعیت باید د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې پر وړاندې خنډ نه وي. موږ د ملګرو ملتونو پر ځانګړي رپورټر ریچارډ بینیټ غږ کوو چې په افغانستان کې د ازاد، پراخ او خپلواکې خبریالۍ لپاره هر اړخیز ملاتړ راجلب کړي.»
په ليک کې راغلي چې په دې وروستيو مياشتو کې د رسنيو پر ازادۍ زيات محدوديتونه لګول شوي، خپلسري نیونې زياتې او خبريالان د بېلابېلو امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
همداراز دغه لیک کې ویل شوي چې د اسلامي امارت استخبارات کولای شي په خپلسري ډول د غږيزو رسنيو پروګرامونه په مستقيم ډول بدل کړي او د رسنیو دفتر ته لاړ شي او خبریالان یې بندیان کړي.
په لیک کې د هغو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نومونه لیکل شوي چې په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو تورونو نیول شوي چې ځینې یې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي او د ځینو برخلیک لا هم معلوم نه دی. په لیک کې ټینګار شوی چې « دا تورونه بېبنسټه دي.»
د بېپولې خبریالانو سازمان ویلي، دا وضعیت په داسې حال کې دی چې د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد د ۱۴۰۰ لمريز کال د دلوې په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د مخکیني حکومت د مطبوعاتو قانون لا هم نافذ دی او کومه ستونزه نه لري.
نوموړي دا هم ویلي چې ډېر ژر به د رسنيو د سرغړونو کمېسيون جوړ او د خبريالانو ټولې ستونزې به هوارې کړي.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ته په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د حکومتي چارواکو له لوري د مخکیني حکومت د رسنیو قانون د نافېدو په اړه د څرګندونو له مخې، دغه نیونې چې د استخباراتو او نورو بنسټونو له لوري کېږي، خپلسري او ناقانوني دي.
په لیک کې لیکل شوي چې دغه بنسټونه د قانون پربنسټ اجازه نه لري چې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون له نظر او ارزونې پرته او عدلي او قضايي ادارو ته یې د قضیې له لېږلو وړاندې خبریالان ونیسي.
همداراز د افغانستان د رسنیو او خبریالانو له پرلهپسې غوښتنو سربېره بیا هم د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د جوړېدو په اړه شوې ژمنې نه دي عملي شوي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې لږ تر لږه ٥٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د امنيتي او استخباراتي ځواکونو لهخوا نيول شوي دي.