د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه خپلواکې او بې‌پرې څارنې ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه کمېسیون له طالبانو غوښتي چې د خلکو اساسي حقونو، لکه د ښوونې او روزنې، لوړو زده‌کړو، کار او تګ‌راتګ پراخ نقض ته په کتو د افغان دولت نړیوالو ژمنو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې د یوناما او د بشري حقونو د لویو کمیساریو دفتر هغه هڅې ستایلي چې په افغانستان کې یې کړي. خبرپاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي. کمېسیون لیکلي چې د زمري میاشتې له ۲۴مې راهیسې نه دي توانېدلي چې افغانانو ته د خدمت کولو په موخه خپلو دندو ته وګرځي.

خبرپاڼه زیاتوي: «طالبانو نه یوازې د کمېسیون د ټولو دفترونو ودانۍ نیولي، بلکې دفترونه یې د خپلو غونډو لپاره کاروي او د کمېسیون له موټرو او کمپيوټرونو نه هم کار اخلي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بشري حقونو کمېسیون په وینا، د دغه کمېسیون د دندو سر ته رسولو په برخه کې پاتې راتلل او د بیان پر ازادۍ د لګېدلیو محدودیتونو په اړه د مدني ټولنې د غړیو او خبریالانو برحقو اندېښنو د افغانانو پر حقونو څارنه او د دغو حقونو ملاتړ کم کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام