هرات کې د کرنې برخې مسوولان وايي چې سږکال یې دغه ولایت کې ۱۵۰زره ټُنه د انګورو حاصلات راټول کړي چې د تېرکال په پرتله له ۱۵ تر ۲۰ ټُنه زیاتوالی ښيي.

خو بزګران د انګورو بازار نشتون او له هېواد څخه بهر یې د نه صادراتو له امله شکایت کوي او وايي، اړ دي چې خپل انګور په ټيټه بیه وپلوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هرات بزګر برهان‌الدین وویل: «سږ کال الحمدالله د انګورو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر دي، خو له بده مرغه د خرڅلاو لپاره بازار نه لري.  د سرې لوړې بیې او د اوبو د کمښت له امله لګښتونه د عاید په پرتله ډېر دي.»

بل‌خوا د هرات کرنې خونې مسوولان وايي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د  بازار موندنې لپاره یې تراوسه  هڅې بې‌پایلې وې او بزګران اړ دي چې تر ۶۰سلنې خپل انګور په ممیزو بدلوي.

د هرات د کرنې خونې رییس بشیراحمد بهادري وايي، دوی هڅه کوي چې د هرات د ممیزو صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «د هوايي دهلیز نشتوالي له امله، موږ د اوس لپاره صادرات نشو کولای، ځکه بهر ته الوتنې کمې دي او زموږ ډیری انګور په ممیزو بدلېږي او کولای شو چې ممیز صادر کړو.»

د هرات د کرنې ریاست د ترویج او پراختیا مدیر وايي چې دوی به سږکال د تازه انګورو پرځای ممیز بهر ته صادر کړي.

د نوموړي په وینا، دوی  په تازه‌ګۍ سره د ۱۰۸ ټُنه ممیزو چې ارزښت یې ۳۰۰ زره امریکايي ډالره دی، د پېر تړون یې د کندهار سوداګرو او د هرات د انګورو تولیدونکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د تېر کال په پرتله سږکال د انګورو تولید له ۱۵ تر ۲۰ ټُنه ډېر دی. له نېکه‌مرغه زموږ د پروژو او پروګرامونو له لارې په همدې وختونو کې د کندهار سوداګرو او د هرات د انګورو تولیدونکو ترمنځ تړون لاسلیک شوی چې ارزښت یې ۳۰۰زره امریکايي ډالره دی.»

مسوولان همداراز وايي چې سږکال یې له ستونزو سره سره څه باندې ۲۰ ټُنه انګور له هرات څخه بهر نورو هېوادونو ته د هوايي دهلېز له لارې صادر کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ۱۲۰ ډوله بېلابېل انګور لري او  د کیفیت له اړخه نړیوال شهرت لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام