Asset 1SWN

هرات کې د انګورو حاصلاتو کمښت؛ د کرنې ریاست: ۲۵سلنه کم شوي

۴۴۴

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو کې ۲۵سلنه کموالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، د هرات د انګورو باغونه ښه دي، خو په وینا یې، د تېر ژمي سړې هوا د انګورو پر حاصلاتو اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې تېر کال د دغه ولایت له ۱۲۱۲۵ هکټاره باغونو څخه څه باندې ۱۶۰زره مټریک ټُنه انګور تولید شوي و، خو سږکال د ژمي سړې هوا له امله حاصلات له ۳۰ تر ۴۰زره ټُنه کم شوي دي.

که څه هم دغه ولایت کې هر کال ۱۳۰ ډوله انګور تولېدېږي، خو د یاد ولایت باغ‌لرونکي سږکال د انګورو د حاصلاتو کچې ټيټوالي څخه اندېښنه لري.

د هرات د ګذرې ولسوالي یو باغ‌لرونکی عبدالاحد حیدري وايي چې هر کال به د انګورو له بڼ څخه تر ۴۰۰زره افغانۍ عواید درلود چې په وینا یې، سږکال به ۵۰زره افغانۍ هم ترلاسه نه کړي.

هغه وویل: «ژمی ډېر سوړ و او د انګورو تاکونه یخ وهلي، انګور ډېر کم شوي، د هیته او فخري انګور په بشپړه توګه وچ شوي. لعل انګور هم کم دي چې په ټيټه بیه یې باید وپلورو.»

د هرات د پشتون‌زرغون ولسوالي یوه بڼوال سلام‌وطندار ته وویل چې سږکال یې د انګورو ۵۰سلنه حاصلات کم شوي دي.

 د نوموړي په وینا، د تېر ژمي سړې هوا سږکال د انګورو پر حاصلاتو اغېز کړی. هغه وویل: «انګور سږکال کم دي او نورې مېوې هم کمې دي او وچکالي هم شته چې له همدې امله حاصلات ټيټ دي او سږکال له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»

خو هرات کې د انګورو یو‌شمېر پلورونکي وايي چې په کور دننه د انګورو بازار نشتون او بهر ته یې نه صادرات لامل شوي چې بیه یې ټيټه شي. هرات د انګورو یوه پلورونکي بسم‌الله نوري وویل: «له بهر هم مېوې راځي او خرڅلاو یې کم شوی چې هټۍ‌وال او باغ‌لرونکي یې زیانمن کړي او بیې یې ټيټې شوې دي.

هرات کې د کرنې یو‌شمېر کارپوهان وايي، هیله‌ لري چې سرپرست حکومت دغه ولایت کې سړې‌خونې او د بازارموندنې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو د کروندګرو ملاتړ ترڅنګ د مېوو د له‌منځه تلو مخه هم ونیول شي.

د کرنیزو چارو کارپوه علي‌احمد محمدي وویل: «انګور چې موږ ته ډېر ارزښت لري او هرات کې ډېر تولیدېږي، کولای شو چې سړوخونو کې یې وساتو او کله چې انګور کمېدل هم بهر او هم په کور دننه یې صادر کړو چې باغ‌لرونکي به ښه ګټه ترلاسه کړي او خلک به هم هر وخت انګور اخیستلی شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هرات چې د انګورو د بېلابېلو ډولونو له امله شهرت لري، د تېر ژمي سړې هوا او د مناسب بازار نشتون له امله یې سږکال حاصلات کم دي او باغ‌لرونکي یې زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام