سرپرست حکومت: د اندېښنو حل لپاره پاکستان سره هوکړې ته رسېدلې یوو

سرپرست حکومت وايي چې کابل ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني د سفر پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ پر سوداګریزو، افغان کډوالو او امنیتي مسایلو هوکړې ته رسېدلې دي. هغه زیاتوي: «نړۍ دې خپلې اندېښنې باید له ډيپلوماټیکو لارو مطرحه کړي، څو اعتماد رامنځته شي او ښه تفهام وشي.»

برښنا شرکت تېر یوه کال کې ۳۳ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

په داسې حال کې چې د وروستیو ورځو پر مهال کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي، د برښنا شرکت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې څه باندې ۳۳ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي دي. د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، دغه عواید یې د برښنا له درکه له خپلو پېرودونکو راټول کړي دي.

الجزایر کې اورلګېدنه؛ ۳۴کسان مړه شوي او ۲۶ ټپیان دي

الجزایر کې د ځنګلي‌اور لګېدو له امله ۳۴ کسان مړه شوي او په سلګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د الجزېرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د یادو کسانو د مړینې خبر پرون دوشنبه د جولای ۲۴مه ورکړل شوی چې دغه هېواد کې د تودوخې درجه ۴۸ سانټیګراډ ته رسېدلې وه.