Asset 1SWN

زابل کې د انګورو حاصلاتو زیاتوالی؛ بڼوال: د ساتلو ځای یې نه‌لرو

زابل

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې سږکال د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عطالله راشد سلام‌وطندار ته ویلي چې تېر کال د اورښتونو له امله بڼوال زیانمن شوي وو، خو په وینا یې، سږکال د انګورو حاصلات ۲۵سلنه لوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې زابل کې د انګورو او نورو کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې‌خونې نشته او کرنې وزارت هوډ لري چې یاد ولایت کې سړ‌ې‌خونې جوړې کړي.

نوموړي وویل: «تېرکال بارانونو بڼوال تاوني کړل، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی، زابل تراوسه کومه سړه‌خونه نه‌لري، خو ملي سوداګر په دې برخه د پانګونې دلچسپي ښودلې او وزارت هم ورته پلان په پام کې لري.»

بل‌خوا زابل کې بڼوال د انګورو سږني حاصلاتو ته خوښ دي، خو وايي، د سړو‌خونو او بازار نشتون یې د ټول کال خواري په اوبو لاهو کړې ده.

بڼوال له سرپرست حکومت غواړي چې دغه ولایت کې تازه مېوو ته بازار او سړې‌خونې جوړې کړي.

یوه بڼوال محمدعلي وویل: «رښتیا هم سږ کال د تېرکال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي، همداشان د انځرو او نورو مېوو حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی. تېرکال بارانونه وو، خلک یې ډېر تاواني کړل، موږ له حکومت څخه د سړوخونو او مارکېت غوښتنه کوو.»

یوه بل بڼوال خان‌محمد هم وویل: «تېرکال زموږ انګورو یوازې شل خرواره وچ کشمش راکړل، خو سږکال شپیته خرواره راکوي. سږ حاصلات ډېر ښه دي، خو د ساتلو ځای یې نه‌لرو ډېری وخت مو حاصلات وراسته شي. زموږ له دولت څخه د مارکیټ او سړو خونو د جوړېدو غوښتنه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې تېرکال د غیرې موسمي اورښتونو له کبله زابل کې د انګورو ترڅنګ ګڼې نورې حاصل ته رسېدلې مېوې او کرنیز محصولات هم زیانمن شول او له امله ډېری بڼوال او کروندګرو ته مالي زیانونه واوښتل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام