د اسلامي امارت له راتګ څه باندې دوه میاشتې تېریږي او د نورو ولایتونو ترڅنګ بلخ کې هم د ژمي په رارسېدو سره د سوند توکو بیې دوه برابره شوي چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د یاد ولایت اوسېدونکي له دې وضیعت څخه شکایت کوي او وايي چې ژمی پر را رسېدو دی او خلک نه شي کولای د سوند توکي برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مزار شریف ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د توکو له لوړې بیې سرټکوي او وايي چې بې‌وزلۍ او وزګارتیا خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د سوند توکو لوړې بیې ترې لار ورکه کړې. دوی زیاتوي چې یوه میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې یو من لرګي په ۷۰ افغانۍ وو چې اوس ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

په ورته مهال صفت‌الله چې لس کاله کېږي په مزار شریف ښار  کې لرګي پلوري، وايي چې ګاز او لرګي په لوړه بیه پېري او مجبوره دي د یو څه ګټې لپاره یې په لوړه بیه وپلوري، څو خپل لګښت پرې پوره کړي. نوموړی زیاتوي، پخوا به دوی یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوره چې اوس یې بیه ۹۰ افغانیو ته پورته شوې.

د هغه په خبره، پخوا به یې یو خروار لرګي په ۳۰۰۰ افغانۍ اخیستل چې بېرته به یې په ۴۰۰۰ افغانۍ خرڅول، خو اوس یې په ۶۰۰۰ اخلي او اړ دي چې په ۶۵۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو یې وپلوري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بلخ له هغو ولایتونو دی چې ژمی يې ډېر سوړ او اوړی یې ګرم دی او د توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوی چې د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ننګونو سره مخ کړي. وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرلپسې هڅو سره-سره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام