Asset 1SWN

بلخ کې معلولان: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیتونه دې بیاپیل شي

2.1-1-q9g2i7dr2r7fo1xdl6d02e0f3gusdex6d9tjmxvnuw
بلخ کې یو‌شمېر معلولانو د یوې غونډې پر مهال افغانستان کې د سویډن کمېتې د فعالیتونو بېرته پیل غوښتنه وکړه.

یاده غونډه چې پرون «شنبه چنګاښ ۲۴مه» د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، له حکومت وغوښتل چې افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډېدو پر پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غونډې یوه ګډونوال سیدمحمد یزدان‌پرست افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وویل چې د یادې کمېټې فعالیتونه دې بېرته ژر تر ژره پیل شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل چې د سویډن کمېټې فعالیتونو په ځنډېدو سره معلول کسان له روغتیايي، شغلي او ښوونیزو فرصتونو محروم شوي دي.

بلخ کې د نابینایانو ټولنې مسوول او معلول عبدالرحیم صفا وویل چې سرپرست حکومت د سویډن کمېټې فعالیتونو لپاره بدیل خدمات نه‌لري او په وینا یې، د یادې کمېتې فعالیتونه باید بېرته پیل شي.

یوه بل معلول عبدالباسط هم افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو بیاپیل غوښتنه کوي او وايي: «د یوه سویډني جنایت باید د یاد سازمان پر خدمتونو اغېز ونه‌کړي.»

د افغانستان سرپرست حکومت د روانې چنګاښ میاشتې په ۲مه سه‌شنبه سویډن کې د یوه عراقي کډوال له لوري د قران‌کریم د یوې نسخې سوځولو په غبرګون کې افغانستان کې د سویډن کمېټې او د دغه هېواد اړوند بنسټونو ټول فعالیتونه ځنډولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د یاد هېواد تر ټولو لوی سازمان دی چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې خلکو ته روغتیايي، محلي حکومتولي او معلولو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام