په سویډن کې د یوه سیاستوال له لوري د «قرانکریم» سوځولو ته په غبرګون کې له خوست وروسته نن د زابل اوسېدونکو هم د دغه هېواد پر ضد لاریون ورکړ.
لاریونوالو نن چهارشنبه د سلواغې پنځمه د زابل مرکز کلات ښار کې د قرانکریم د سوځولو له امله د سویډن هېواد پر ضد شعارونه ورکړل او دغه کړنه یې غیرانساني وبلله.
په ورته مهال لاریونوالو ویلي چې سویډن کې قرانکریم ته بېحرمتي او سپکاوی د نړۍ مسلمانان له روحي پلوه شکنجه کړي او په وینا یې، دوی په هر ډول شرایطو کې له اسلامي ارزښتونو دفاع ته چمتو دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال دغه هېواد کې د ترکیې سفارت مخې ته د یوه اعتراض پر مهال قرانکریم وسوځاوه.
سویډن کې قرانکریم ته د سوځولو په غبرګون کې ترکیې او یوشمېر نورو مسلمانو هېوادونو کې د یاد هېواد پر ضد لاریونونه وشول او دغه کړنه یې وغندله. دوی د سویډن له هېواده د یاد سیاستوال د محکمې غوښتنه وکړه او راتلونکې کې یې د ورته پېښو پر مخنیوي ټينګار ورکړ.
له یادې پېښې وروسته د سویډن لومړي وزیر دغه هېواد کې د قرانکریم د سوځولو پېښه غندلې او له دې امله یې د نړۍ له مسلمانانو بښنه غوښتې ده.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
زابل کې د قرانکریم سوځولو ته په غبرګون کې داسې مهال لاریون کېږي چې پرون سهشنبه د خوست اوسېدونکو هم د سویډن هېواد پر ضد لاریون کړی و.