په پنجشېر کې  سرچینې وایي چې د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو  د یاد ولایت په عنابه ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د یوه ځوان د وژل‌کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. د سرچينې په وینا، لاريون نن له غرمې وروسته پيل شو او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ.

د پنجشېر د عنابې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي، په هغه ځای کې سره راټول شول چې د “محمد اغا” په نوم دغه ځوان د اسلامي امارت ځواکونو په ډزو ویشتل شوی وو. دوی وایي، محمداغا په تېر حکومت کې هېڅ ډول رسمي دنده او مسوولیت نه درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عنابې ولسوالۍ دوه اوسېدونکي شاه‌مير او سيف الرحمن وايي، د دغه ځوان له وژلېدو وروسته د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه جسد د پنجشېر د ولایت مقام ته لېږدولي او د ولایت مقام مخې ته یې لاريون وکړ.

د پنجشېر اوسېدونکو هم د دغه ځوان مړى نن ماښام تر اوو بجو د ولايت مقام ودانۍ مخې ته ایښی و او خبردارى يې ورکړ: “دغه ځوان یې په ناحقه وژلی او تر هغه چې د دغه ځوان د وژنې عاملان محاکمه او مجازات نه‌شي، خپلو لاریونونو ته دوام  ورکوو.”

د سلام‌وطندار محلي خبریال پروېز امین‌زاده له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېد چې په پنجشېر کې د اسلامي امارت د محلي مسوولانو نظر واخلي.

په همدې حال کې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت سيمه‌ييز مسوولان نن د يوې تېروتنې په پایله کې یوه ځوان په ډزو وژلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ځینو راپورنو کې د مسوولانو له قوله لیکل شوي چې دغه ځوان د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په کور‌ابه کلي کې د ټېروتنې له امله د اسلامي امارت د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی

د پنجشېر ولايت مقام  د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پېښې په تړاو د څو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړی. د خبرپاڼې د خبر له مخې، د پنجشېر ولايت چارواکو ژمنه کړې چې دغه پېښه به په جدي توګه وڅاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د واک له ترلاسه کولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو ته یې بښنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام