کابل کې جنايي جرمونه؛ وسله‌والو غلو يو ځوان د موبایل لپاره وژلى

۲۲ کلن علي‌ سجاد محمدي څلور ورځې مخکې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو غلو له لوري ټپي او پرون شپه یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د دغه ځوان د کورنۍ غړي وايي چې وسله‌والو غلو له علي څخه د موبایل او پيسو له اخیستلو وروسته پر نوموړي ډزې کړي دي. علي سجاد څو ورځې په روغتون کې بستر وو او پرون شپه یې ساه ورکړه او نن د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

د پنجشېر اوسېدونکو د یوه ځوان د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ

په پنجشېر کې  سرچینې وایي چې د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو  د یاد ولایت په عنابه ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د یوه ځوان د وژل‌کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. د سرچينې په وینا، لاريون نن له غرمې وروسته پيل شو او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ.