۲۲ کلن علي‌ سجاد محمدي څلور ورځې مخکې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو غلو له لوري ټپي او پرون شپه یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د دغه ځوان د کورنۍ غړي وايي چې وسله‌والو غلو له علي څخه د موبایل او پيسو له اخیستلو وروسته پر نوموړي ډزې کړي دي.

علي سجاد څو ورځې په روغتون کې بستر وو او پرون شپه یې ساه ورکړه او نن د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو. د علي سجاد د کورنۍ غړي وایي، د هغه مرګ د دویم ځل لپاره د دوی په کور کې د غم ټغر غوړولی، یوه میاشت وړاندې د علي سجاد پلار د وزګارتیا له امله سکته وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پلار تر مرګ وروسته، علي سجاد د پنځه کسیزې کورنۍ د سرپرستۍ مسوولیت درلود او د ژوند تېرولو لپاره لاس په کار شو. د هغه خپلوان وايي، علي سجاد د کار پیدا کولو لپاه ډېرې هڅې وکړې، بې‌پایلې وې، خو بیا هم د کار په لټه کې و.

که څه هم د وروستي ځل لپاره د لېدنې حال بیانول ګران دي، خو د علي سجاد مور وايي، د یکشنبې ماښام یې د وروستي ځل لپاره خپل زوی ولید.

د هغه مور وایي، کاش پوهېدلی چې د کور د څلورو دیوالونو تر شایې د زوی لپاره وحشتناکه پېښه په تمه ده، څو زوی ته یې له کوره د وتلو اجازه نه وای ورکړې.

مور یې وایي: «یوه بجه وه چې له کور څخه ووت، غلو ترې پیسې او موبایل اخیستی و او هغه یې په ډزو وواژه، له امارت څخه غواړو چې غله ونیسي او قاتلینو ته سزا ورکړي او میندې دې نور د غم پر ټغر نه کینوي.»

د یوې خور لپاره د هغې د ورور د مرګ غږ ډېر دردونکی وي، داسې خور چې علي سجاد خپله تکیه ګڼي.

مهدیې چې د پلار تر مرګ وروسته یې په خپل ورور زړه تړلی و، د ورور د مرګ غږ په اورېدو شوکه شوې او هر څو دقیقې وروسته یو ځل پرې عصبي حمله راځي. هغه نه ژړلی شي او نه یې له سترګو اوښکې راځي.

دا یواځې مهدیه نه ده، بلکې د ډېرو ځوانانو مرګ، خویندې د غم پر ټغر کېښنولي دي.

په یوه بله پېښه کې د چهارشنبې په شپه مرتضی ابراهیمي د وسله‌والو غلو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

علي سجاد او مرتضی دواړه ورزشکاران او د موی‌تای ملي ټیم غړي وو. دیادولو ده چې په وروستیو څو میاشتو کې جنايي جرمونه او وسله‌والې غلاوې په پلازمېنه کې په بې‌مخینې توګه زیاتې شوي چې له امله یې کابل ښاریان اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکې ساجده له اسلامي امارت څخه د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي او وايي، د څو میاشتو په تېرېدو تر اوسه وضعیت کې ښه‌والی نه دی راغلی.

هڅه مو وکړه چې په کابل کې د جنایي پېښو د زیاتېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیې قومنداني نظر هم واخلو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام