Asset 1SWN

کابليان: سر او مال مو خطر کې دي

Image10111219

 

د کابل ښار اوسېدونکي ښار کې د ناامنیو او جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، د وسله‌والو کسانو او غلو حضور لامل شوی، ترڅو دوی ونه‌شي کولی د ښار په کچه په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

د هغوی په وینا، کابل ښار کې د خلکو سر او مال خوندي نه دی.

د کابل اوسېدونکي همدارنګه وايي، د ښار وضعیت ورځ تر بلې نور هم خرابېږي، خو حکومت دغه وضعیت نه د وتو لپاره هېڅ کړنلاره نه لري.

دوی زیاته کړه، د کابل شپې نسبت ورځو ته ډېرې وېروونکې او ناامنه دي چې غله هم د شپې تیارې نه په ګټې اخيستو وژنې او وسله‌والې غلاوې کوي.

د کابل بل اوسېدونکی عبدالقرین بګراموال د ناامنیو او جنايي جرمونو زیاتېدل په پلازمېنې پورې اړوند نه بولي او وايي، ولایتونو کې هم د هېوادوالو ژوند امن نه دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴۶ جنایي جرمونه شوي چې افغان سرتېرو د دغو پېښو په تړاو ۱۳۳ جنایي مجرمین نیولي دي.

ارین زیاتوي چې ټولو نیول شويو مجرمینو په وژنو، وسله‌والو غلاوو، د عامه نظم ګډوډولو او ورته نورو جنایي پېښو کې لاس درلود.

امنیتي مسوولین زیاتوي چې د کابل ښار امنیتي وضعیت ښه‌والي لپاره یو لړ تدابیر نیول شوي دي.

کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدل لامل شوي چې طالبان د یوې اعلامیې په خپرولو سره، کابل ښار کې جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره اقدام نه خبر ورکړي.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د طالبانو دغه اعلامیه مسخره وبلله او زياته يې کړه چې طالبان دومره جرات نه‌لري او هرچېرته چي دي پټ دي، کابل ته خو هېڅ راتلی نه‌شي.

کابل ښار کې د جنایي جرمونو، غلاوو او د انسان تښتونو پېښو زیاتېدو د ښاریانو اعتراضونه هم راپورته کړي او ټولنیزو رسنیو کې د کابل امن نه دی په نوم یې کمپاین هم پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام